ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

naweed_admin
Thu, Apr 23 2026 2:49 PM
ولایت ننگرهار

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې د یاد ولایت جلال آباد ښار یو شمېر سیموکې هغه شرکتونه چې د پوستي خدمتونو د جواز پرته یې فعالیتونه ترسره کول کاري دفترونه یې لاک او مهر شؤل او همدا راز د کارګو ځینو شرکتونو ته چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې فعالیت کوي سپارښتنه وشوه او تعهد ترې واخیستل شو تر څو غیر قانوني پوستي خدمتونه ترسره نه کړي.

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.