د لوګر ولایت مهاجرینو ښارګوټي کې د یوه مخابراتي آنټن د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

naweed_admin
Thu, Apr 09 2026 12:25 PM
ولایت لوگر

د لوګر ولایت مهاجرینو ښارګوټي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ چې موده وړاندې یې د جوړېدو چارې پیل شوې وې ۸۰ سلنه بشپړې شوې چې نیږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد مخابراتي آنټن لوګر ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ او مخکیني وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې د ولایتي مسؤلینو او د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې له مخې منظور شوی و چې جوړېدو سره به یې د مهاجرینو ښارګوټي سربیره ډیری نیږدې کلي له مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو برخمن شي.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وايي چې د یاد آنټن پاتې چارې به راتلونکو ۳ ورځو کې بشپړې شي چې فعالېدو سره به یې د مهاجرینو ښارګوټی د مکالماتي آسانتیاو سربیره له ۴جی انټرنټي خدمتونه هم برخمن شي.