هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Sat, Feb 28 2026 12:28 PM
ولایت هلمند افغانستان

هلمند ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت مرکز اړوند د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمه کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ چې په ۳جي او ۴جي ټکنالوجۍ سمبال دی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شي .

د یادونې وړ ده تر دې دمه د هلمند ولایت ګڼ شمېر محرومې سیمې د مخابراتو وزارت او اترا ادارې په هڅو له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شوي دي