د لوگر ولایت په مرکز او برکی برک او محمد آغې ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ارزونې (ډرایف ټسټ) عملیه تر سره شوه

naweed_admin
Sat, Dec 27 2025 4:35 PM
ولایت لوگر افغانستان

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آټرا ادارې تخنیکي ټیم له لوري د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ د دغه ولایت په مرکز پُل علم ښار، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په ذریعه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه پکې کمزوري یا ستونزې لري، پیژندل کیږي او د مقام له هدایت سره سم مخابراتي شرکتونو سره شریک او مخابراتي شرکتونه مکلف کېږي چې د خپلو خدماتو کیفیت کې ښه والی راولي.