ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري پنډغالي کې د مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو استازولیوله فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
Sat, Dec 27 2025 4:10 PM
ننگرهار تورخم

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري یاد ولایت تورخم ښارګوتي عمري پنډ غالي کې د مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو خدمتونو استازولیو له لوري راستنیدونکو کډوالو ته د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او لازمو اسانتیاو برابرولو په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجسټریشن په برخه کې راستنیدونکو کډوالوته ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کړي، د خپلو کارکوونکو شمیر زیات کړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلي کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او راستنیدونکو کډوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د دوي د ستونزو دحل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري پنډغالي کې د ټولو مخابراتي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.