د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ د فعالېدو اړوند خبرتیا!

naweed_admin
Thu, Dec 04 2025 12:08 PM
مرکز گرمی های وزارت مخابرات

نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ میاشتې ۱۳مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه، د وزارت د درې گوني ټاکل شوي هیأت په حضورکې چې د ادارې محترم ریاست په مشرۍ جوړه شوې د دفترونو د ګرمولو په موخه په امتحاني ډول فعال شوه.

له همدې امله د کابل درنو ښاریانو او ذیربطو ادارو ته خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ له ساحې څخه د لوګي پورته کیدلو په وخت کې تشویش ؤنکړي یاد لوګي پیل کې له یو کال وروسته د ماشینونو د چالانولو او د مرکزګرمۍ د فعالېدو څخه د لنډې مودې لپاره رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه د پرمختللو فلټرونو درلودونکې ده او ماشینونه یې هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره په لوړ معیار عیار شوي دي.