د لوګر ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې ۷ مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Mon, Nov 24 2025 3:10 PM
Logar

د لوګر ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې ، برکي برک ولسوالۍ شاه مزار او توري خیلو کلیو کې د اټوما مخابرتی شرکت ۳ سایټونه، د روشن مخابراتي شرکت ۲ سایټونه په مرکز پل علم ښار او د څرخ ولسوالۍ په سرمعلم کلي کې ، د سلام مخابراتي شرکت ۱ سایټ د مرکز اړوند پشتون اباد کلي کې او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۱ سایټ د بابوس په پۍ آب سیمه کې جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي سایټونه چې په ۲جي، ۳جي او ۴جي عصري ټکنالوجۍ سمبال دي د لوګرلایت یادو سیمو اوسېدونکو لپاره انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

دیادونې وړده چې دولس نورو مخابراتی سایټونو د نصب او جوړېدو چارې هم د مرکز او ولسوالیو په کچه بشپړې شوي چې په نږدې راتلونکي کې فعال شي.