غور ولایت کې د پوسټي خدمتونو مارکیت څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sun, Nov 23 2025 3:33 PM
Ghoor

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت د پوسټي خدمتونو مارکېټ کي د پوسټي شرکتونو د فعالیتونو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو د تنظیم (اپرا) ریاست هیئت له لوري، د یاد ولایت د مخابراتو ریاست په همغږۍ څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې له هغو شرکتونو څخه چې له پوسټي جوازه پرته یې خدمات وړاندې کول، لیکلی تعهد واخیستل شو. همداراز، ټولو پوسټي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې خپل ټول فعالیتونه د اړوند شرکت د اصولو، اساسنامې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست د کړنلارې مطابق ترسره کړي، او غیرقانوني خدماتو څخه دې ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره کیږي.

همدارنګه د دې څارنې په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو د تنظیم (اپرا) ریاست لږل شوی پلاوي یو پریزنټیشن چې پوسټي خدمتونو کې د ورستیو پرمختکونو، د فعالیت جواز ترلاسه کولو څرنګوالي او د څارنې پروګرامونو، پوسټي سکټورکې د PDMS نوي سیسټم کارول، نړيوالو اړیکو، د پوسټي او کارګو خدمتونو شرکتونو د کاري لارې په اړه مفصل معلومات واړندې شول.

د یادونې وړ ده چې د پوسټي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې ټولې خپلې چارې به د اپرا ریاست کړنلارې د اصولو او اساسنامې پر بنسټ سرته رسوي.