ننګرهار ولایت کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل

naweed_admin
Thu, Nov 13 2025 4:54 PM
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت د سپین غر، حصارک او لعلپورې ولسوالۍ محرومو سیمو د پوښښ په موخه ۳ مخابراتي سایټونه چې موده وړاندې یې رغنیزې چارې پیل شؤې وې، له بشپړېدو وروسته افتتاح او ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل.

یاد مخابراتي سایټونه د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې ذکر شویو سیمو ته پلان شؤي وو چې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې له لوري به د سیمې اوسېدونکو ته غوره انټرنټي او مکالماتي آسانتیاوې وړاندې کؤي.

د یادونې وړ ده اوس مهال د ننګرهار ولایت ګڼې هغه سیمې چې له کلونو یې مخابراتي آسانتیاو ته لاسرسی نه درلود، د مخابراتي انټنونو د نصب او فعالیت وروسته له مخابراتي پوښښ برخمنې شؤي.