ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Thu, Oct 23 2025 3:21 PM
ننگرهار

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو هغه سیمو کې چې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې وو ۶ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي سایټونه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې له لوري د ټي ډي اف لسمې پروژې د پلان له مخې جوړ شوي چې مالي لګښت یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې له لوري ورکړل شوی.

اوس مهال یاد مخابراتي سایټونه په ۲جی  او ۳جی  خدمتونو سمبال دي چې راتلونکي کې به یې ظرفیت ۴جی  ته لوړ شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره هڅه کوي څو د هېواد محرومې او لرې پرتې سیمې د مخابراتي شرکتونو په توسط او ټي ډي ایف بودیجې له طریقه مخابراتي آسانتیاو سره ونښلوي.