پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي او ریسلر شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Mon, Aug 18 2025 10:39 AM
ولایت پکتیکا

دغې غونډې کې د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم ملا محمد انور قیام عادل د انټرنېټ وړاندې کوؤنکو شرکتونو او ريسلر شرکتونو استازو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ يؤلړ سپارښتنې وکړې.

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې زياته کړه چې هر ريسلر شرکت بايد د انټرنېټ وړاندې کوونکي شرکت لۀ لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ته معرفي ثبت او راجستر شي او لۀ هغه وروسته دې پکتيکا ولايت ته رسماً را معرفي کړل شي.

ښاغلي عادل راغلو استازو ته پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو او همداراز، د انټرنېټي باکيفيته خدمتونو په وړاندې کؤلو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا ولایت کې موجوده انټرنټي شرکتونو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.