نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اتصالاتومخابراتي شرکت مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Tue, Aug 05 2025 11:06 AM
ولایت نورستان افغانستان

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اتصالاتومخابراتي شرکت د مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړول او پراختیا، لرې پرتو سیمو ته، د اترا ادارې د طرزالعمل مطابق د سیمکارتونو ثبتولو، د پیرودونکو شکایتونو ته په وخت سره رسیدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

او همدارنګه سپارښتنه وشوه چې اتصالات مخابراتي شرکت دې د یادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدام وکړي او د اصولو مطابق خپل خدمات وړاندې کړي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.