د لوړ پوړه دولتي چارواکو په حضور کې د افغانستان د الکټرونيکي حکومتدارۍ د مرکز پرانېسته

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې د افغانستان د الکټرونيکي حکومتدارۍ د مرکز پرانېسته د ماليې سرپرست وزیر محترم پروفیسور محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په حضور کې وشوه.

د الکترونیکي حکومتدارۍ مرکز کې د وزارت تخنیکی، مسلکي او تحقيق د برخې کارکوونکي د الکټرونيکي حکومتدارۍ د بهیر د چټکتيا په موخه کار کوي، همدا شان د معاصرې ټکنالوجۍ د معرفي په موخه د تحقیقاتو او علمي څېړنو او په بېلابېلو سکټورونو کې، په مختلفو برخو کې، د پاليسيو جوړولو او الکټرونيکي حکومتدارۍ اړوندو سټراټيژيو او سيسټمونو د اتصال لپاره کار کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي ددغه مرکز په پرانېسته کې وویل چې د مخابراتو وزارت د الکټرونيکي حکومتدارۍ د ترويج په موخه زمينه سازي کوي او ددغه مرکز پرانېسته د الکټرونيکي حکومتدارۍ د زیربناو جوړولو په برخه کې یو مهم ګارم دی چې په عامه خدماتو کې ور سره روڼتيا رامنځته کېږي.

د ماليې وزارت سرپرست محترم پروفيسور محمد همايون قيومي، مخابراتو وزارت ته د مبارکۍ تر څنګ د اغېزمنو عامه خدماتو د پراختيا او چټکتيا په برخه کې ددغه مرکز پرانېسته نېک ګام وباله، ويې ویل چې د ماليې وزارت د عوايدو او مالياتو ټولونې په برخه کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د سیسټمونو پلي کولو له لارې د همکارۍ غوښتنه کوي.

دغه مرکز د الکټرونيکي حکومتدارۍ د بهیر پراختيا، الکټرونيکي زده کړو، الکټرونيکي روغتيايي خدماتو، الکټرونيکي موټر چلونې لايسنس، جواز سیر، الکټرونيکي مالياتو، الکټرونيکي رايې اچونې، الکټرونيکي راکړې ورکړې او نورو برخو کې فعالیت کوي