د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د مخابراتي ستونزو د حل په موخه دافغان بیسیم مخابراتي شرکت د ټي ډي اف د لسمې پروژې یوه سایټ د ګیزاب ولسوالۍ محمد خواجه سیمه کې جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنی ته وسپارل شو .
د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ زیات شمېر سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي او د اړونده ولسوالۍ اوسېدونکي به وکولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ محمد خواجه سیمې اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.