د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

naweed_admin
Wed, Jun 04 2025 7:58 PM
امضاء قرارداد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمنان عمري تر منځ د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو هوکړه لیکونه امضاء شول .

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ عصر دی او مونږ هم هڅه کوو چې له عصري ټکنالوجۍ څخه په ګتې اخیستنې امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د چارو د آسانتیا په موخه پرمختللي سیسټمونه جوړ کړو، او لا هم د ګڼو ادارو او وزارتونو لپاره د سیسټمونو په جوړولو بوخت یو، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا اوس افغانستان کې د ټکنالوجۍ د پرمختګ په برخه کې موثر ګامونه اخیستل شوي چې له مخې به یې ډیری برخو کې چارې آسانې او د سیسټمونو له مخې به وصل شي، ښاغلي وزیر صاحب د کلوډ دزیربناء یادونه وکړه چې په عصري کولو یې کار روان دی او هڅه کېږي چې اړونده ټولې ولایتي ادارې له مرکزي برخو سره وصل شي، ښاغلي وزیر صاحب د آی اېم اي آی (IMEI) سیسټم ته په اشارې وویل، چې د مبایلونو د ثبت او راجسټر سیسټم هم کابو شوی چې له مخې به یې هېواد کې د جعلي او غیرقانوني ګرځنده ټلیفونونو مخنیوی وشي.

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمنان عمري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه د مننې تر څنګ یادونه وکړه چې د سیسټمونو د جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې د ستاینې وړ دي او کوم سیسټمونه چې اوس مهال د مخابراتو وزارت له لوري دوی ته جوړېږي دا به له دوی سره د کارونو په مدیریت او همداراز د چارو د آسانتیا په برخه کې تر ډېره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د اسنادو د مدیریت سیسټم به د اسنادو ثبت، انتقال او تعقیب په موثر خوندي او شفاف دول تنظیم کړي او همدا ډول د اسنادو له ورکېدو او ضایع کېدو به مخنیوی کوي، همدا راز د یاد سیسټم له لارې به مراجعین وکولای شي په انلاین ډول خپل اسناد او د سندونو وروستی حالت وګوري چې په په کومه برخه کې تر کار لاندې دي، او د دغې سیسټم له مخې به چارې ګړندۍ او اداري برخو کې تسهیلات رامنځته شي.

همدا ډول د آسان وظیفې سیسټم له مخې به د هېواد په کچه وزارتونه او خصوصي ادارې وکولای شي خپل خالي بستونه د همدې سیسټم له لارې اعلان ته وسپاري، د کارکوونکو مدیریت، د دندې پلټنه د سوانحو خلص او د وړاندیزونو مدیریت یې نورې مهمې برخې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمنان عمري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته د وزارت له یو شمېر سیسټمونو او برخو څخه هم لیدنه وکړه چې په تړاو یې د اړونده برخو له لوري بشپړ معلومات وړاندې شول.