نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, May 12 2025 4:00 PM
ولایت نورستان

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې ولایتي آمریت د نوموړي ولایت واما ولسوالۍ پونڅ کلي کې د سلام مخابراتي شبکي د یوه سایټ ودانیزو چارو له بهیر څخه چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت له پاملرنې څخه یې قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.