ننګرهار ولایت کې د مخابراتی شرکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څارنه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز جلال آباد ښار کې د روشن، اتصالات او سلام مخابراتی شرکتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.
د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د یادو مخابراتي شرکتونو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د سیمکاټونو د پلورلو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شرکتونو ته په دې برخه کې د مخابراتي شبکو مشترکینو لپاره د آسانتیاو د ډېرولو او سهولتونو د برابرولو سپارښتنې وشوې .
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څخه وخت په وخت څارنه ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.