د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

naweed_admin
Mon, Nov 18 2024 9:50 AM
مخابرات ولایت پکتیا

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د ننګرهار ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د کوټ ولسوالۍ په سه پای کلي کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادی ولسوالۍ د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.