کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د ام ټی ان مخابراتي شرکت دوه نویو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
Thu, Oct 24 2024 12:45 PM
ریاست مخابرات کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په سپین جومات او چیناري سیمو کې د ام ټی ان مخابراتي شرکت دوه نویو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د ام ټی ان مخابراتي شرکت دوه  نوی سایټونه  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې پر مټ به یې د نوموړې ولسوالۍ ذکر شوي سیمې او عمومي لویه لار د مخابراتي پوښښ لاندې راشي.

مخابرات ولایت کنر

د یاد سایټ په فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتي پوښښ په پرخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.

د یادونې وړ ده د کونړ ولایت اړونده ولسوالیو کې اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډی اف لسمې پروژې په مرسته  د ۲۴ مخابراتي سایټونو ودانیزې چارې روانې دي چې فعالیدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومې سیمي له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.