پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Mon, Oct 21 2024 11:37 AM
ریاست مخابرات ولایت پروان

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړول او پراختیا، لرې پرتو سیمو ته، د اترا ادارې د طرزالعمل مطابق د سیمکارتونو ثبتولو، د پیرودونکو شکایتونو ته په وخت سره رسیدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

او همدارنګه سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه دې د یادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدام وکړي او د اصولو مطابق خپل خدمات وړاندې کړي.

مخابرات ولایت پروان

د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.