د دایکنډي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د ۳ نويو مخابراتي سایټونو له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Oct 19 2024 3:32 PM
مخابرات ولایت دایکندی

د دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام شبکی له ۳ نویو مخابراتي سایټونو چې د ټی ډي اف د لسمې پروژې په مرسته دنوموړي ولایت پاتو ولسوالۍ محرومو سیمو کې د مخابراتو او معلوماي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.

مخابرات ولایت دایکندی