د بغلان ولايت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت د پېرودونکو خدمتونو څانګه پرانېستل شوه

naweed_admin
Wed, Aug 28 2024 3:37 PM
بغلان

د اتصالات مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د پېرودونکو نوې څانګه پرانیستله.

همدا راز د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس د اتصالات مخابراتي شرکت نماینده ته سپارښتنه وکړه چې د بغلان ولایت لرې پرتو ولسوالیو او سیمو ته هم د خدماتو رسولو برخه کې لا ډیري هڅي وکړي او د سیم کارتونو توزیع او د ثبت کولو بهیر هم چټک کړي ترڅو د یاد ولایت اوسیدونکي له ستونزو سره مخ نشي.

 د اتصالات مخابراتی شرکت مسؤلینو هم په خپلو خبرو کې وویل او ژمنه یې وکړه چې د یاد ولایت لرې پرتو سیمو ته به خپل خدمتونه وغزوي او د اترا د محترمې ادارې د اصولو او مقرراتو مطابق به خپل کارونه اجرا کوي.

اوس د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسیدونکي کولای شي له یادې څانګې څخه سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي او خدمتونه په آسانۍ سره ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل کړي.