د زابل ولایت په مرکز او میزان ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 2G مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Sun, Aug 25 2024 8:05 AM
مخابرات ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د زابل ولایت په مرکز مسعود بیز او میزانی ولسوالۍ ټکیر سیمو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت 2G مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شول.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ۲ جي مخابراتي او انټرنټي  خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت مرکز قلات ښار او باوړۍ سمیه، او میزانی ولسوالی ترمنځ غزیدلې لار او ټکیر یوشمیر سیمې تر مخابراتي  پوښښ لاندې راغلي او د نوموړو سیمو اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.