نهم د اکټوبر افغانستان کې د پوسټ نړیواله ورځ ونمانځل وشوه

naweed_admin
Tue, Oct 11 2022 9:34 AM
روز جهانی پُست

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغان پوسټ دولتي شرکت لخوا د پوسټ نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ریاست الوزراء د عالي مقام اداري مرستیال او د افغانستان د اسلامي امارت ګڼو چارواکو پکې ګډون درلود ونمانځل وشوه.

د پوسټ نړیواله ورځ چې هر کال د هېوادونو له لوري د اکټوبر پر نهمه نمانځل کېږي او د همدې برخې پر پرمختګونو او اړتیاو بحث کېږي د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هم دغه ورځ د یوه ارزښت له مخې چې ولسونه او د ګڼو هېوادونو د خلکو تر منځ د یوه ارتباطي وسیلي په توګه له پېړیو کارول کېږي ونمانځله.

د غونډې پیل کې د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخوند پیغام د غونډې ګډونوالو ته د ریاست الوزراء د عالي مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر صاحب ملا عبدالواسع له لوري واورول شو چې پکې ویل شوي: ((د انسانانو تر منځ د اړیکو د تأمين او ټينګښت په برخه کې د پُست حیثیت تاریخي دی، د معاصری ټکنالوژۍ څخه مخکې پُست يوازېنی وسیله وه، چې د خلکو ترمنځ یی دارتباطی پل حیثیت خپل کړې وو، او د انسانی ژوند په بهترولو، ترقۍ او د ټولنو په وده کې يې مهم رول لرلو چې د معاصری ټکنالوژي په نړۍ کې هم د پست اهمیت څرګند دی؛ همدا لامل دی چې دنیاوال هر کال د پست نوړیواله ورځ د خاص عنوان لاندې لمانځي، چې سږ کال دغه ورځ د ( پست د ځمکې لپاره ) د عنوان لاندې په داسی حال کې لمانځل کیږي، چې نړۍ د اقلیمي بدلونونو د سختو ستونزو سره لاس او ګروان ده))

دغه راز پیغام کې ویل شوي((همدا رنګه د افغان پست دولتي شرکت د هیواد د ننه او بهر سیمو ته د پستي خدماتو لړۍ چټکه کړې، او د ولسونو ترمنځ یی ښې اړیکي تنظیم کړي او لا د پر مختګ په حال کې دي.

اسلامي امارت په هیواد کې د پستي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه له ستراتیژیکو او پر مختیایی موخو څخه ملاتړ کوي او د اسلامي امارت ټولې اداری هڅوي چې د ټولو پستي شرکتونو سره د باکیفیته پستي خدمتونو په وړاندی کولو او د پستي خدماتو دپراختیا په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي. ترڅو ولسونو ته چټک، خوندي او محرم پستي خدماتو زمینه برابره شي))

مولوی عبدالسلام حنفی

همدارنګه، د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام اداري مرستیال مولوي صاحب عبدالسلام حنفي د مخابراتو وزارت د رهبرۍ او د افغان پوسټ دولتي شرکت کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د هر ډول پرمختیايي کارونو په برخه کې یې ملاتړ ته چمتو دی او همدارنګه وه یې ویل پوسټ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او ځان د نړۍ د مډرنې ټکنالوجۍ سره عیاروي نو زمونږ د هېواد افغان پوسټ دولتي شرکت هم نباید د نړیوالې قافلې څخه شاته پاتې شي مونږ باید له نړۍ سره یو ځای د پوسټ په برخه کې مزل وکړو .

دغې نمانځغونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي نجیب الله حقاني پوسټ د ولسونو او هېوادونو یوه اړتیا وبلله او دغه برخه یې د ګڼو هېوادونو د خلکو تر منځ د یوه ارتباطي وسیلې په توګه چې له پېړیو د خلکو تر منځ مروجه ده د ارتباطي وسایلو مهمه برخه یاده کړه او یادونه یې وکړه چې افغانان له څه باندې یوې پېړۍ څخه راپدېخوا پوسټي خدماتو ته لاسرسی لري او تر دې دمه ترې ګټه پورته کوي او دوی ژمن دي تر څو د یوې سالمې رهبرۍ له مخې د افغان پوسټ په برخه کې اړتیاو ته په کتو اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي د ښاغلي الحاج مولوي صیب نجیب الله حقاني په وینا که مونږ له نړۍ سره سیالي نه شو کولای نو ډېر وروسته هم نه یو پاتې او هڅه کوو چې ځان ورسوو.

مولوی نجیب الله حقانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست وزیر یادونه وکړه چې لله الحمد اوس د افغان پوسټ دولتي شرکت په ګڼو برخو کې په سریع، مصؤن او محرم ډول خپل ولس ته خدمات وړاندې کوي.

الحاج مولوي نجیب الله حقاني په خپلو خبرو کې وویل پوسټ نه یوازې د ولسونو لپاره پر وخت د اسبابو، مراسلاتو او مکتوبونو د رسولو دنده پر غاړه لري بلکې د یوه هېواد په اقتصادي برخه کې هم رغنده رول لوبوي او کولای شي د خدماتو تر څنګ د دولت بودیجې ته عواید ورغونډ کړي دغې ارزښت ته په کتو افغان پوسټ دولتي شرکت هم، سږکال د خپلو اړتیاو وراخوا تر ۱۶۰میلیونو افغانیو ډېر عواید راټول کړي دي.

وروسته د افغان پوسټ دولتي شرکت رییس ښاغلي الحاج رحمت الله مکي د افغان پوسټ په برخه کې مفصل معلومات وړاندې کړل او د وزارت له مقام څخه یې مننه وکړه چې د یوې سالمې رهبرۍ له مخې یې دوی ته د کارونو د پرمختګ او په منظم ډول د پوسټي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د ښاغلي مولوي صاحب رحمت الله مکي په وینا د افغانستان سربېره دوی اوس د مختلفو هېوادونو له لارې د هغې شعار له مخې چې افغان پوسټ د ځان لپاره غوره کړی(سریع، مصؤن،محرم) خپلو هېوادوالو ته په ډېر شفاف او منظم ډول پوسټي خدمات ترسره کوي.

مولوی عبدالسلام مکی

د ښاغلي الحاج مولوي صاحب رحمت الله مکي په وینا د افغان پوسټ دولتي شرکت د پاسپورټ له ریاست سره په ګډه په یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې د پاسپورټ لپاره مراجعه کوونکی د خپل پاسپورټ د ټولو اداري مراحلو له څرنګوالي خبرېږي او همدارنګه د مخابراتي شبکو سره یې د یوه ګډ تفاهم لیک پر بنا د اټرا د طرزالعمل مطابق خپلو هېوادوالو ته د سیم کارټونو د تر لاسه کولو اسانتیاوې هم برابرې کړي چې له دې کار سره د غیر قانوني سیمکارټونو د پلور د مخنیوي تر څنګ د خلکو رواني امنیت چې د غیر مجوزو سیمکارټونو له طریقه ګواښل کېده مخنیوی کېږي.

د افغان پوسټ دولتي شرکت رییس د خپلو خبرو په دوام وویل دوی د معارف وزارت سره هم تفاهم ته رسېدلي څو هېوادوالو ته د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه د معارف وزارت ولایتي اسناد چې مرکز او نورو برخو کې طی مراحل کېږي د افغان پوسټ دولتي شرکت لخوا صورت ومومي څو له یوه لوري د هېوادوالو د وخت د ضیاع مخنیوی شوی وي او له بل لوري دغه پروسه په منظم ډول پر مخ لاړه شي.

همدا راز د چارو ادارې مرستیال مولوي صاحب سیف الدین تائب پوسټ د یوه ارزښت په توګه د انسانانو په ژوند کې یوه مهمه برخه یاده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رهبرۍ په شتون کې به یاده برخه په پراخه کچه نور هم پرمختګ وکړي.

انعام الله سمنگانی

رته مهال د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام رسنیو مرکز مشر مفتي صاحب انعام الله سمنګاني خوښي وښوده چې اوسمهال په ټول هېواد کې په منظم ډول پوسټي خدمات ترسره کېږي او پوسټ یې د نړۍ یو له مهمو او اړینو برخو یاد کړچې بشریت ورته د زمان په هره برخه کې اړتیا درلوده.

افغان پوسټ دولتي شرکت له یوې پېړۍ راپدېخوا خپلو هېوادوالو ته بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي او د ټول هېواد په کچه ۴۶۳ پوسټ خونې لري چې په منظم ډول د خلکو په چوپړ کې دي، کابل د افغان پوسټ شرکت د مرکز په توکه ۲۵ ښاري او ۱۴ محلي څانګې لري او د کابل په شمول د ټول هېواد په کچه د هر ولایت په مرکز کې یوه مرکزي پوسټ خونه وجود لري چې د ټولو مرکزي پوسټ خونو شمېر ۳۴ ته رسېږي د افغان پوسټ دولتي شرکت د پوسټ د نړیوالې اتحادیې او د EMS کوپراتیف فعال غړیتوب لري

د غونډې په پای کې د افغان پوسټ دولتي شرکت له لوري د افغانستان د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو رییسانو او کارکوونکو ته ډالۍ هم اهدا شوې.