د اترا ادارې سره ناسته

naweed_admin
Tue, Sep 21 2021 9:23 AM
مولوی نجیب الله حقانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او حقوقي رهبرۍ رئیسانو د افغانستان د ‏مخابراتي ‏خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) یو شمېر تخنیکي او حقوقي پوهانو د دې وزارت د سرپرست تر مشرۍ لاندې د ‏مخابراتي ‏شرکتونو د (۱۰٪) مخابراتي محصول په هکله د یو شمېر هېوادوالو د اندیښنو په پار غونډه وشوه.‏

مولوی نجیب الله حقانی

په نوموړې غونډه ‏کې د اړینو تخنیکي او حقوقي بحثونو وروسته د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ د مخابراتي شبکو د ‏‏(۱۰٪) مخابراتي ‏محصول د پروسی د انتقال د روڼتیا په پار دوه جلا جلا (تخنیکي او حقوقي) کمیټې وټاکل شوې، تر څو په ‏نوموړې ‏موضوع ژر تر ژره د د تقنیني سندونو پر بنسټ تر بلې غونډې پورې خپل اړین چمتوالی ونیسی، تر ځو د هېوادوالو ‏اندیښنو ‏ته په شفاف ډول حساب او قناعت ورکړل شي.‏

د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر