د آغلې معصومه خاوری سره د افغان بیسیم مخابراتی شبکی سرپرست کتنه
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت سرپرست ریيس علي الله سروري او ورسره ملګري تخنيکي ټيم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزيرې معصومې خاوري او د دغه وزارت له يو شمېر نورو رئيسانو سره وکتل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د ښه والي په هکله خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رییس په هیواد کې د مخابراتي سیستمونو د ودې او پیاوړتیا په لارو چارو او د دواړو بنسټونو تر منځ د لازمي همغږۍ په اړه ټینګار وکړ او د مخابراتو وزارت له مشرتابه څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ښاغلي سروري له حضور څخه د مننې پرمهال د وزارت د راتلونکو پروګرامونو او موخو په اړه خبرې وکړې او ژمنه ې وکړه چې د وزارت رهبري به د خپلو امکاناتو په حدودو او د قانون په چوکاټ کې د مخابراتي سکتور د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

