د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د دوشنبې ورځې د پیښې له ټپيانو سره، په ایمرجنسي روغتون کې لیدنه وکړه

naweed_admin
Wed, Mar 17 2021 8:41 AM
زخمیان حادثه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د وزارت د بشري سرچینو، مالي، ادارې او خدمتونو رئیسانو سره د د کب میاشتې د ۲۵ مې نیټې (دوشنبې ورځ) پیښې د ټپيانو عیادت وکړ، په دې پیښه کې د مخابراتو وزارت شاوخوا شپږ تنه کارمندان ټپي شوي دي.

اغلې خاوري د پرونۍ پیښې ټپيانو ته د ښه روغتیا هیلې ترڅنګ هغوی ته یې نغدي مرسته هم ورکړه.

د مخابراتو وزارت مشرتابه دغه پیښه په کلکه غندي او د دې عاملینو په وړاندې کرکه څرګندوي او د ټپيانو درملنې لپاره د ایمرجنسي روغتون له مسئولینو څخه د مننی پرمهال د ټپيانو په درملنې کې یې د ډاکټرانو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

زخمیان حادثه

زخمیان حادثه