د پاسپورټ او وېزې انلاین سستم جوړ شو،

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د اسان خدمت ادارې په نوښت د پاسپورټ د عمومي ریاست سستم به ډېر ژر د پاسپورټ او وېزې خدمات انلاین کړي. 

د دغو سستمونو د وروستۍ ارزیابۍ او امادګۍ لپاره نن په اسان خدمت اداره کې غونډه وشوه.
لومړی د دغه دواړو جوړ شویو سستمونو په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړی شو او د انلاین سستم په ځانګړنو، خلکو ته د اسانتیاوو را منځته کولو، چټکو خدماتو او همدا راز د سستم د ځیرکتیا په اړه خبرې وشوې. . 
د پاسپورټ انلاین سستم به لومړی په کابل او په دوهم پړاو کې ولایتونو ته وغځول شي. 
د دې ترڅنګ په افغانستان کې مېشت بهرنیان کولی شي د انلاین وېزې له خدماتو ګټه واخلي او په دوهم پړاو کې به د انلاین وېزو سستم له سفارتونو او قونسلګریو سره هم وصل شي.