د امریکا متحده ایالا تو د دفاع وزیر مرستیالې میرمن Takai له ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین سره وکتل

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

میرمن Takai  ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر،  ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال ، ښاغلی انجنیر بریالی حسام  د وزارت تخنیکي مرستیال سره دیوی لیدني په ترڅ کي خبري وکړي.

میرمن Takai  او ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتي بنسټونو په ځانګړي ډول  د نوری فایبر د شبکې په هکله چې دولت هم له دغې پروژې څخه ملاتړ کړی دی خبرې وکړي ، او د نوري فایبر پروژه يي د دولت د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه  کې مهمه و ګڼله.  همدارنګه د تیرو ۱۰ کلونو فعالیتونواو لاسته راوړنو په ځانګړی ډول د ګرځنده تلیفونو په برخه کېدمخابراتو وزارت څخه مننه وکړه او ویل: دا پرمختګ د دې ښکارندوی دی چې د دولت او خصوصی سکتور ترمنځ  ښه همغږي شتون لري . ګرځنده تلیفونونه د افغانانو په ورځنې ژوند کې ډیر مهم رول لري.