پکتیا ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د درېیو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Aug 20 2025 11:44 AM
ولایت پکتیا

پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند کلالګو، خلیفه صاحب عبدالرحمن مدرسې سیموکې او د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند بابکر کلا کې د درېیو مخابراتي سایټونو د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.