کنړ ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لسمې پروژې عملي چارې پيل شؤې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۸
ریاست مخابرات ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د پلان له مخې کنړ ولايت کې د دغه وزارت د اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام مخابراتي شبکې ۲۳ سايټونو له جملې څخه چې د سروې چارې یې پخوا بشپړې شوې وې د ۴ سایټونو د جوړولو چارې پيل شوې. 

د یادو سایټونو د عملي چارو په بشپړیدو سره به د کنړ ولایت اړوندو سیمو اوسیدونکي د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې لوړ کیفیت لرونکي مخابراتی او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې به خپلې ستونزې حل کړي.

د یادولو وړ ده د کنړ ولایت اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د مخابراتو وزارت د هڅو قدردانی کؤي او د محرومو ساحو د پوښښ په موخه د دغه اقدام ستاینه کؤي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۵
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال...

بېرته خبرونه ته