د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د MTN شرکت له چارواکو سره وکتل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۳:۳۵
MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوی نجیب الله حقانی د MTN شرکت له رئیس ښاغلي عباد رضا او د موسسه‌یی خدمتونو رئیس ښاغلي هدایت الله زاهد سره ولیدل او یادونه یی وکړه چې د دې غونډې موضوع په M1 کمپنۍ باندې د MTN شرکت د مسوولانه پلور په اړه مخامخ خبرې اترې وې.

پیل کې د MTN شرکت مسوولینو M1 کمپنۍ ته د MTN د ونډو د مسؤولانه لیږد په اړه ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت د رییس الوزرا په حضور کې یې د دا ډول غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني لومړی د هیواد په اقتصادي، ټولنیزو او اداري برخو کې د مثبتو پرمختګونو او د عوایدو د ګراف د لوړوالي په اړه خبرې وکړې او د هیواد اوسني شرایط یې د پانګونې لپاره غوره او مناسب وګڼل.

د مخابراتو وزارت سرپرست د اینټرنټ فریکونسۍ او سپیکټرم د ستونزو په حل کې د همکاریو ژمنه وکړه او یو ځل بیا یې د هېواد له اصولو او نړیوالو معیارونو سره سم M1 ته د MTN شرکت پر مسؤلانه انتقال ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې دا غونډه د تیرې غونډې د پریکړې پر بنسټ چې د ۱۴۴۴ کال د شعبان میاشتې په ۲۲ مه نیټه په آنلاین توګه جوړه شوې وه په حضوري ډول تر سره شوه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۸
Background image

کنړ ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لسمې پروژې عملي چارې پيل شؤې

د سلام مخابراتي شبکې ۲۳ سايټونو له جملې څخه چې د سروې چارې یې پخوا بشپړې شوې وې د ۴ سایټونو د جوړولو...

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۴:۵۳
Background image

لس میلیونه سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت شؤي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیمکارټونو د طرزالعمل د تطبیق له پیله تر دې دمه لس میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

بېرته خبرونه ته