د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز او ولایتي رئیس صاحبانو سره غونډه
لومړۍ ناسته چې د وزارت له قدرمنې رهبرۍ سره د مرکزي رئیسان د پېژندنې او همغږۍ غونډه وه، د رسمیاتو په پېلېدلو سره هممهاله د وزارت د درېیم پوړ د غونډو په خونه کې ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل او ورپسی د دې وزارت ټولو رئیس صاحبانو د دې غونډې په ترڅ کې خپل ځانونه معرفي کړل او قدرمند وزیر صاحب ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان د اسلامي امارت مبارکي هم وویل شوه، وروسته فضیلتمآب وزیر صاحب هم په خپل وار سره رئیس صاحبانو ته خپل منځ کې د بشپړې همغږۍ او مرستې سپارښتنه وکړه او یو شمیر ریاستونو ته یې اړین هدایتونه هم ورکړل.
دویمه ناسته هم په یاد ځای کې له ولایتي رئیس صاحبانو سره د پېژندنې او همغږۍ غونډه وه، چی ولایتي رئیسانو د خپلو پېژندنو معلوماتو وړاندې کولو سربېره یې خپلې هغه یو لړ ستونزې او وړاندیزونه هم د وزارت له ستر مقام سره شریک کړل، چې د افغانستان اسلامي امارت محترمو والي صاحبانو له لوري نوي کسان د دوی پر ځای ګومارلي دي، همدارنګه یې د جلا شویو ادارو په تړاو هم خپلې ستونزې شریکې کړې او وروسته بیا په دې اړوند د وزارت ستر مقام له لوري لاندې هدایتونه صادر شول:
۱- د ولایتي رئیسانو موضوع یوازې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نه ده، بلکې دا ډول موضوعات په نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو کې هم شتون لري، نو پخواني رئیسان دې اوس له معمول سره سم دفترونو ته ځي او د نویو رئیسانو تر څنګ دې له هغوی سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او خپلی تجربې دې له نویو رئیسانو سره شریکوي، ځکه تر څو د نوموړو رئیسانو برخلیک معلومیږي او له بله اړخه د افغانستان اسلامی امارت د دغو رئیسانو په بیا ګومارلو باندې هوډمند دی او د خپلو کدرونو څخه به په همدې برخه او یا نورو برخو کې ګټه اخلي.
۲- هغه ادارې او څانګې چی د یاد وزارت له تشکیل څخه جلا شوي او په خپلواکه توګه کړنې ترسره کوي، په دې هکله به په راتلونکي کې پالیسیو ته په پام او له هر اړخیزو څېړنو او ارزونو وروسته د افغانستان اسلامی امارت مشرتابه هدایت ته منتظر اوسو، تر څو چې هره اداره چیرته او په کوم حالت کې ګټوره او اغېزناکه پاتې کیدلای شي؛ نو بیا په هماغه سیستم سره جوړې شي.