د سلام مخابراتي شبکې ۶۰ سایټونه په بېلابېلو ولایتونو کې بېرته فعال شوي دي
سلام مخابراتي شبکه په کال ۱۳۹۲ ه.ش کې د غږيزو او انټرنټي چوپړتیاو د وړاندې کولو لپاره تاسيس شوه، چې اوسمهال ۱۰٪ مارکيټ کې سهم او ۸۰ سلنه جغرافيايي پوښښ لري، د امنيتي ستونزو له امله د سلام شبکې د ۱۳۴۱ انتنونو څخه ۲۳۶ انتنونه چې د هېواد په ګڼو ولاياتونو کې د امنيتي تهديد له امله سوځيدلي او يا غير فعاله وو، چې له ډلې څخه یې ۶۰ انتنونه په بيلابيلو ولايتونو کې بیرته رغول شوي او په پاتې انتنونو یې کار روان دی.