د کار موندنې خبرتیا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (۸۰) دریم او څلورم خالي بستونه آزادې سیالۍ ته سپاري

naweed_admin
Wed, Aug 03 2022 11:19 AM

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د کار موندنې خبرتیا:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، کار اهل کار ته د سپارلو په خاطر او د افغانستان د اسلامي امارت د تګلارې له مخې، همدا راز د کارمندانو د تعیناتو د کړنلارې پر بنسټ دریم او څلورم خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شی د یادو بستونو لپاره فورمی د وزارت د بشري سرچینو د استخدام له آمریت او د وزارت له رسمی ویب پاڼي څخه او یا په انلاین ډول د لاندی لینک له لارې ترلاسه کړي.

e-recruitment.mcit.gov.af

په همدې اساس، د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو (۸۰) دریم او څلورم خالي بستونه د استخدام لپاره اعلان ته وسپارل شو.   
د اعلان د نشر او پای نېټه: 014/01/1444- 18/01/1444

همدا راز اړوند ریاستونه د ذکر شویو بستونو د اعلان موضوع باید خپلو کارکوونکو ته ابلاغ کړي ترڅو په معیارونو برابر علاقه مندان په دې سیالۍ کې ګډون وکړي.

سندونه:

د بستونو جدول لپاره دلته کلیک وکړئ

د دندو د لایحو لپاره دلته کلیک وکړئ

د تسلیمۍ لارښود د ړاڼو او اسنادو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د کارموندنې سافټ فورم لپاره دلته کلیک وکړئ.

د بستونو مکتوب

نوټ: د بست د انتخابولو نه مخکې په دې اړه د تسلیم دهۍ سندونه په ځیر سره ولولئ همدا راز د یادولو ده، چې ډکې شوي فورمې یوازې په حضوری ډول منل کیږي.

د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ: ۰۲۰۲۱۰۳۹۹۷