د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي رسیاست

superadmin
Sun, Jun 24 2018 5:03 AM

Publish Date

Closing Date

د ندې د اعلان  شمېره

د دندې نوم : د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي رسیاست

بست: لومړی(۱)

اداره / وزارت  : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزارت

ریاست :  د معلوماتي تکنالوژۍ عمومي رسیاست  

ځای :  کابل

د اعلان دپیل نېټه: 1397/4/3

د اعلان د پای نیټه: 1397/4/12

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  موخې:

د مخابراتو او  معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ژمن دی  ترڅو  د نړۍ د معلوماتي ټولنې د یو بشپړ غړي لرونکي هېواد په توګه  په پام کې لري د هېواد  په ولسوالیو، کلیو او بانډو ته  هر اړخیزه مخابراتي خدمتونه د اقتصادي پراختیایي بازار  له لارې تامین کړي. ترڅو  ټول افغانان ښځې او نر  وشي کولی  مخابراتي خدمتونو  او معلوماتي ټکنالوژۍ ته  په یو ډول لاس رسی ولري او ترې استفاده وکړي ترڅو  د همدې لارې حکومت ټولنیز خدمتونه، د بیا رغاونې د پروسو ملاتړ،  خلکو ته د کار پیداکول، د یو هڅانده خصوصي سکتور رامنځته کول، د فقر کمول او د ناتوانه خلکو  سره  دمرستې چټکولو  پروسه کړندۍ کړي.


د CBR پروګرام  موخه: 

دملکي خدمتونو دتعییناتو بورډ ، د د افغانستان د اوسپنی پټلی اداره د دویمې رتبې  ولایتی بستونه د پیاوړو کسانو دګومارنې په موخه، ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي. دغه بست پایلولپاره د ظرفیت د لوړولو پروګرام یا  (CBR)Capacity Building for Result له لارې تمویلیږي.  یاد پروګرام د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مهمو پروګرامونو څخه دی. چې ټولیزه موخه یې د تشکیلاتي اصلاحاتوله لارې د ملکي خدمتونو دکارکوونکود ظرفیت لوړول دي.

هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې ګومارل کېږي، باید له فوق العاده کاري ظرفیت څخه برخمن وي او د افغانستان ملکي اداروسره د موخو د عملي کولو، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د دغه پروګرام د موخو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.

مینه وال کولی شي د غوښتنې فورمې په حضوري ډول  په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له دفتراو ولایتونوکې یې د دغه کمېسیون له ساحوي دفترونو اویاهم د دغه کمېسیون له ویب پاڼې ترلاسه کړي.  غوښتوونکي کولی شي چې د فورمې له ډکولو وروسته، له اړینو اسنادو لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونوله کاپي سره په کابل کې دکمېسیون مرکزي دفتر او په ټولو ولایتونوکې یې سیمه ییزو دفترونوته وسپاري. غوښتوونکولپاره د ښو اسانتیاوو دبرابرولوپه موخه، د دغه (recruitment@iarcsc.gov.af)  برېښنا لیک له لارې هم  لکه، د تا بعیت تذکرې، تحصیلي سندونو، خلص سوانح، اوکاري تجربې سندونو استول هم د منلو وړ دي.

ددې دندې موخه:

د وزارت او  د معلوماتي تکنالوژي اړونده خدمتونو او اسانتیاوو  ته دلاس رسي  چارو مدیریت کنټرول او څارنه.

 

 

دندې او مسولیتونه:

  1. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  عمومي موخو ته د رسیدو  په موخه  د ریاست لپاره د کاري پلانونه جوړول.
  2.  د حکومت دټولو الکترونکي حکومتولۍ دپروګرامونو  دانسجام، مدیریت، څارنې او تطبیق څخه ځان متطمین کول.
  3. په مرکز او ولایتونو کې ټولو دولتي اړونده بنسټونو  سره د الکترونکي حکومتولۍ د عملي کولو په موخه د  روابطو پیاوړتیا او همغږي کول.
  4. د وزارت د انکشافي طرحو، لارښودونو،طرزالعملونو،  مخابراتي، تکنالوژي او  پوستي پالیسیو سره سم دنوو سیستمونو او الکترونیکي حکومتولۍ، د معلوماتي امنیتي درستو سیستمونو تطبیق او هېوادوالو ته د باکیفیته معلوماتي تکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول.
  5. د نړیوالو معلوماتي تکنالوژۍ اتحادیوو لخوا دالکترونکي حکومتولۍ په موخه د پر لاره اچولو شوو جلسو او کنفرانسونو کې د تجربو دانتقال او زده کړې په موخه ګډون کول او هغه په هېواد کې پلې کول.
  6. د معلوماتي تکنالوژۍ اړونده د تخنیکي فعالیتونو په موخه دسافټ ویرونو او فارټ ویرونو څخه دقیق څارنه او کنټرول او همدارنګه محافظوي شبکې( Network Sscurity) له لارې دښو او مناسبو خدمتونو وړاندې کول.
  7.  دمرکزي ادارې او ولایتي ادارو دکارکوونکو ترمنځ د غږیزو او ویډو یې اړیکو تامینول د جمهوري ریاست او اړونده ادارو سره ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې اړیکې په درست شکل سره تنظیم شوي دي.
  8. د ملي  او نړیوالو مالي منابعو څخه په ګټې اخیستنې سره په وزارت او اداره کې دمعلوماتي تکنالوژۍ د سیستمونو، اطلاعاتو، روابطو او تجاربو شریکولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  9. د معلوماتي تکنالوژۍ دښوالي او پرمختګ لپاره داسي ستراتیژۍ او پالیسۍ په لاره اچول ترڅو د ښه ډیزاین پر مټ ډیټابیسونه او ویب سایټونه د مشخصې پالیسي له مخې رشد وکړي.
  10.  په اداره کې  د سرورنو دځای پرځای کولو، سوچونو، داخلي تیلفونونو( PBX)، ډیجیټلونو  او دامنیتي کمرو له لارې د کارکوونکو  د فعالیتونو څخه د خبرتیا مدیریتي پروسه رهبري کول.
  11. د اداري په کمپیوټري دستګاه او سیستم کې د معلوماتو او فایلونو دخوندیتوب په موخه د امنیتي سیستمونو لکه فایروالونه، سرورونه او انټي وایرسونه سیستمونو دځای پرځای کولو کنترول او دا پورسه رهبري کول.
  12. دخپلو لاسته راوړنو  او فعالیتونو څخه  لوړو ذیصلاح مقاماتو ته د میاشتني،څلور میاشتني او  کلني  راپورونو چمتو کول او ورکول.
  13. د  معلوماتي تکنالوژۍ د عمومي ریاست د کلنۍ بودجې په نظر کې نیولو سره د خپلو کاري پلانونو له مخې خپلې اړتیاوې  او غوښتنې وړاندیز کول.
  14. د خپلوکارکوونکو داسې ارزونه تر هغوي سره دکار کولو انګیزه رامنځته او د همدې لارې ورسپارل شوې دندې په ښه ډول پرمخ یوسي او د هغوي ظرفیت نور هم لوړ شي.
  15. د کارکوونکو دخدماتو دقانون سره سم د خپل لاس لاندې د ټولو کارکوونکو دچارو ارزونه ترسره کول.
  16. د کارونو د ښه پرمخ بیولو په موخه که اړتیا شوه، کولی شې دMM-CBR او MIP   پرمختیايي پروګرامونو  د رهبرۍ دوه  تنو استازو سره په میاشت کې دوه ځلې ناستې ولري او خپلې مشورې یو بل سره شریکې کړي، او په ډیر زغم سره د ادارې لخوا ټاکلو اهدافو ته د رسیدو په موخه ناستې ولري او پر دې ځان ډاډمن کړي چې دچارو ارزونه په درست شکل ترسره شوې  او  ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته او همکاري شوې ده.
  17. د تقنیني اسنادو  سره سرم د  باصلاحیته اشخاصو له خوا  د نورو سپارل شوو دندو  ترسره کول.

 

د توقع وړ پایلې:

دوه میاشتې وروسته  ګومارل شوی کارمند  باید څخه تفصیلي کاري پلان د(SMART ) معیارونو او د( CBR) موخو په نظرکې نیولو سره دخپلو دندو لایحې او مسولیتونو  پربنسټ جوړ کړي.

 

د راپور ورکولو مکلفیت:

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریس به د وزارت تخنیکي مرستیال ته راپور ورکوي

 

شرطونه او کاري تجربه:

غوښنونکي  باید لږ تر لږه د دغه بست لپاره د دملکي خدمتونو دکارکوونکو د قانون  د  (۷) او (۳۴) مادو په شرایطو برابروي.

  • په دغه رشتو کې لیسانس ولري:  کمپوتر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ،د کمپیوټر انجینیري او انفارمټیک او هغه چاته لومړیتوب  ورکول کیږي چې په دغه څانګو کې لوړې زده کړې ولري.
  • د دندې اړونده ۴ کلنه کاري تجربه لرل
  • د هېواد په رسمي ژبو پښتو یا دري بشپړ تسلط او په انګلیسي ژبه پوهیدل.
  • د دندې اړونده  په کمپیوټري او تخنیکي مهارتون