د ښاغلي امیرزي "سنګین" لنډه پېژندنه
ښاغلی امیرزی "سنګین" د امیر ګل "ګلشاه خیل" زوی چې په کال ۱۹۴۹ کې د جون په شږمه نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې زېږيدلی، لومړنۍ زده کړې یې د ارګون په ولسوالۍ کې ترسره کړي او منځنۍ زدکړې یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیزکې او لوړې زده ګړې يې د کابل د مخابراتو په تربیوي مرکزکې ترسره کړي. او بیا په کال ۱۹۶۹ کې نوموړی انګلستا ن ته دلوړو زده کړو په موخه ولاړ او په کال ۱۹۷۳ کې د انګلستان د ساوت لنډن كالج څخه د مخابراتو او برق په برخو کې د انجینیرۍ بری لیک لاس ته راوړ.
ښاغلی سنګین د ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۸ پورې د کابل د مخابراتو په تربیوي مرکزکې د ښوونکي په توګه دنده ترسره، او همدارنګه په نوموړي انسټیټيوټ کې د ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۰ پورې د نوموړي انسټیټيوټ د رئیس په توګه پاتې شو.
وروسته بیا ښاغلي سنګین په کال ۱۹۸۰ كې په سویډن کې سیاسي پناه واخیسته او په کال ۱۹۸۲ د سویډن مخابراتو اداري سره یوځای شو، نوموړي د سعودى عرب د بادشاه خالد د هوایي ډګر بین المللي پروژه پرمخ وړه او د كال ۱۹۸۲ څخه تر كال ۱۹۸۵ پوره د نوموړي پروژې د ډلې غړی وه. او د راتلونکو پینځو کلونو لپاره، تر كال ۱۹۹۰ پورى نوموړي په سويدن كي د مبایل د شبكو د ډیزاین، د پرمختګ او تطبیق په برخه کې رغنده برخه درلودله.د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۱ په جریان کې ښاغلی سنګین د یوه رغنده څېرې په توګه د سویډن د ټيليا بین المللی ډلى غړي په توګه ونډه واخیسته، او په دې برخه کې د جي اس ايم د شبكى د فعاليت ۸ اېجازه لیکونه د نميبيا، اتاليي، هنګري، روسيي، ايستونيا، لاتويا او د هندوستان له هېوادونو څخه تر لاسه كړ.
ښاغلی سنګین په سویډن کې د سویډن کومیټې د افغانستان په برخه کې یو فعال غړی وو، هغه په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د زده ګړې، زراعت او روغتیا په برخو کې افغانستان سره کومک او همکارۍكي رغنده رول لوبولی دی.
ښاغلی سنګین وروسته له ۹/۱۱ سپتامبر څخه افغانستان ته را ستون او د جي اس ايم اېجازه لیکونو د وركړى د ارزیابۍ د کومیټې د رئیس په توګه په کال ۲۰۰۲ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې دنده واخیسته او د فبروری په ۲۰۰۳ کې نوموړی د سر مشاور ترنامه لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټګنالوجۍ په وزارت کې په کار وګمارل شو.
نوموړي د سر مشاور په څېر د ټلي کام اوآي سي ټي پالیسۍ، د مخابراتو قانون د جوړونى، د نویو لایسنسونو د همکارۍ په برخه کې، د كال ۲۰۰۴-۲۰۰۳ کلني پرمختياي پلان په برخه کې، د بسپنه ورکونکو او مشاورینو د ډلو د تجویز او وړاندیزونو په برخه کې، د داوطلبیو او قراردادونو د بررسۍ، د مالي چارو څار، د پروژو د تطبیق او د بین المللی بسپنه ورکونو د همکارۍ، په برخو كې خپل مسولیتونه سر ته رسولي دي.
ښاغلی سنګین د جولای په ۲۰۰۴ کال کې د افغان ټلي کام د عمومى مشر په توګه په دنده و ګمارل شو چې په دې ترڅ کې د نوموړي اساسي کارونه د شركت تاسیسېدل، د شركت داخلي ادارو جوړول، دعدلي او قضایي فرمانونو کتنه، او د تخنیکی پلانونو د تطبیق چارې ور په غاړه وي.
وروسته بیا ښاغلی امیر زی "سنګین" د ډسمبر په ۲۰۰۴ کال کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت د وزیر په توګه د پینځه کلونو لپاره وګمارل شو او د دوي ځانګرو هڅو له كبله په دغه سيكتور كي بېشانه پر مختګ رامينځ ته شو.په دعه موده كي ۱.۵ ميليارده ډالره بهرنۍ پانګه په دي سيكتور كي اچوول شوي ده، په كال كي ۱۰۰ ميليونه امريكايي ډالره عوايد د دولت خزاي ته ور زيات شوي، ټيلفوني خدماتو د هېواد ۸۰٪ وګړي تر پوښښ لاندې راوستلي، چې نن ورځ په هېواد كي ۱۱ میلیونه وګړي د ټلیفون د اسانتياوو څخه برخمن دى.د ديجتيلي پراخو باڼدونو د شبكو تطبیقول به لويو ښارونو كي، د نوري فایبر پروژه چې د هېواد په اکثره ښارونو کې تطبیق او له دې لارې د ګاونډیو هېوادونو سره تړل شوي يو. په ځغرده ویلی شو، چې د مخابراتي ټکنالوجۍ سکټور نن سباه د افغان وګړو په ژوندانه او د افغانستان د اقتصادي چارو د پرمختګ په برخه کې مثبت بدلون راوستي او راولي يې.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.