بادغیس ولایت کې د روشن مخابراتي یو سایټ فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۲۰
مخابرات ولایت بادغیس

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ، فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې حل شوې دي.

دیادونې وړده چې د یادو سیمو اوسېدونکو د دغه سایټ له فعالېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو مخابراتي او انټرنیټي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۴
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوه‌زي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي، چې مخکې یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، د سلام مخابراتي شبکې د ۲جې، ۳جې او ۴جې  خدمتونو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د ختیځ زون د مخابراتي سکټور د وضعیت او فعالیتونو د ارزونې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

بېرته خبرونه ته