کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
خدمات پستی

دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دهدایت په اساس د کونړ ولايت په مرکز کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي خدمتونه ترسره نه کړي.

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د ارزګان ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د پنځو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند په (چرمستان او چنار)، چنارتوولسوالۍ په (لنګر او پاتان) او چورې ولسوالۍ کمیسان کليو کې د اټوما مخابراتي شرکتونو... . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سلام مخابراتي شبکې ۱ مخابراتي انټن جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د چمتو کولو په موخه د یاد ولایت مرکز پارون ښار کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته