د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

naweed_admin

په دې وسیله، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل پر بنسټ، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خپلې ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو پروژه، د ذاهد مصور ساختماني شرکت ته چې د کابل ښار د مرکز د حصه دوم ګذرګاه کې موقعیت لري، د (۲۶۹۹۶۰۰) دوه میلیونه او شپږ سوه نهه نوي زره او شپږ سوه افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړي ده.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د نشر له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول د خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو مطابق وسپاري.

دا اطلاعیه د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه وخته چې پورته یاد شوی موده بشپړه نه شي او نور قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

الحاج حافظ محمد امین جان عمري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۶
Background image

د سایبري امنیت په برخه کې عامه پوهاوی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست، د خپل کاري پلان له مخې او د هېوادوالو د پوهاوي د کچې لوړولو او د سایبري امنیت د فرهنګ...

Back to announcements