د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د حکم په اساس د هېواد په ۶ ولایتونو کې د ۵۲ مخابراتي آنټنونو تړون لاسلیک شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
وزارت مخابرات افغانستان

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د حکم په اساس د هېواد په سرحدي او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د ستونزو د حل په موخه د څه باندې ۴۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶ ولایتونو، بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست په سرحدي سیمو کې د ۵۲ مخابراتي آنټنونو د جوړېدو تړون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي او د امارتي شرکتونو اړوند افغان ټلیکام مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي احمد سامند تر منځ لاسلیک شو.

په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ پراختیا او په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو د مخابراتي ستونزو حل کول اړین وبلل او ټینګار یې وکړ چې د هېواد په ټولو لرو پرتو او سرحدي سیمو کې دې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره به لازم اقدامات ترسره شي او د دغو سیمو د مخابراتي ستونزو د حل لپاره به جدي او عملي ګامونه هم واخیستل شي.

ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د امارتي شرکت اړوند د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت رهبرۍ او غړو ته ډاډ څرګند کړ چې په ټولو اصولي او قانوني مواردو کې ورسره همکار دی او هڅه به کوي چې پر وخت د ستونزو مخنیوی وشي او په ټاکلي وخت یاده پروژه سر ته ورسېږي.

ورته مهال، د امارتي شرکتونو اړوند د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت رییس ښاغلي علي احمد سامند، د یادو پروژو د عملي کولو په برخه کې د دغه شرکت پر چمتووالي او ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان ټلیکام مخابراتي شرکت به هڅه وکړي، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او د قرارداد له شرایطو سره سمې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په سرحدي او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا د افغان ټلیکام له لومړیتوبونو څخه ده او دغه شرکت به د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د هېوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده تر وړاندې هم د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د کندهار، هلمند، پکتیکا او زابل ولایتونو په ۱۳ سرحدي سیمو کې د ۳۱ مخابراتي انټنونو تړون هم لاسلیک شوی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته