د سایبري بریدونو د پوهاوي لوړول

naweed_admin

ټولنیز انجینري
د سایبري بریدونو یو د خطرناکو طریقو څخه ټولنیز انجینیري ده، چې بریدګر د تخنیکي وسایلو پر ځای د خلکو له فریب، باور، وېرې او احساساتو ناوړه ګټه اخلي تر څو حساسو معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

د بېلګې په توګه، یو کس د ټیلیفون له لارې ځان د بانک کارکوونکی معرفي کوي او له تاسو غواړي چې د «ستونزې د حل» لپاره د کارت رمز ورکړئ؛ یا په ټولنیزو شبکو کې یوکس ځان ستاسو د دوست یا کاري شریک په نوم معرفي کوي او د پیسو یا معلوماتو بیړنۍ غوښتنه کوي. همدارنګه، د بشردوستانه مرستو په نوم پیغامونه لېږل کېږي او جعلي لینکونه استول کېږي تر څو شخصي معلومات ترې واخیستل شي.

پوهه او احتیاط! د ټولنیز انجینري د مخنیوي تر ټولو غوره لاره د غیرعادي غوښتنو په اړه شک کول او د شخصي معلوماتو نه شریکول دي.

والسلام

د سایبری پوهاوي

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۶
Background image

د سایبري امنیت په برخه کې عامه پوهاوی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست، د خپل کاري پلان له مخې او د هېوادوالو د پوهاوي د کچې لوړولو او د سایبري امنیت د فرهنګ...

Back to announcements